چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / د ایمرجینګ لوبغاړو د موندلو دوې سیالۍ

د ایمرجینګ لوبغاړو د موندلو دوې سیالۍ

خپلواک دریځ

د ایمرجینګ لوبغاړو خپلمنځي لوبو کي منیرخان، اکرام علي خېل او بهیرشها ځلېدلي.

خوست کي د ایمرجنګ کمپ خپلمنځي سیالیو دویمه لوبه د A او B لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. د B لوبډلې په ۵۰ اورونو کي د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو، ۲۶۹ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې یې منیر احمد ۱۰۴، بهیر شاه ۴۹ او مسلم موسی ۳۵ ډېرې منډې جوړې کړې.

د A لوبډلي توپ اچوونکو له جملې یوسف ځاځي درې، سمیع الله دوه، نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی او ضیاالرحمان اکبر یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.

د A لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۲۰۷ منډې وکړې او لوبه يې د B لوبډلې ته پرېښوده چې له ډلې یې اکرام علي خېل ۹۵، ناصر عمر ۳۶ ، اصف موسی زي ۳۵ او رحمان الله ګربز ۳۰ منډې ترسره کړې. د B لوبډلې د توپ اچوونکو له جملې نوین الحق دوه، فضل حق، جمشید خان او ناصر توتاخېل یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

بهیر محبوب تر ټول ډېرې منډې جوړې کړې

خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپلمنځي سیالیو دریمه لوبه نن د A او B لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د Aلوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو، ۲۸۳ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې یې بهیر محبوب ۸۰، اکرام علي خېل ۶۹ او رحمان الله ګربز ۵۷ ډېرې منډې جوړې کړې.

د B لوبډلې توپ اچوونکو له جملې سمیع الله پنځه، نجات مسعود، یوسف ځاځي دوه- دوه او ضیاالرحمان اکبر یو لوبغاړی وسوځاوه.

د B لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې ابراهیم ځدراڼ ۷۴، درویش رسولي ۶۳ او منیر احمد ۶۱ منډې ترسره کړې. د A لوبډلو توپ اچوونکو له جملې ضیا الرحمان څلور، ناصر توتاخېل، عبدالباقي دوه- دوه او فضل حق یو لوبغاړی وسوځاوه او لوبه د A لوب‌‌‌‌‌‌ډلې د ۳۴ من‌‌‌‌‌‌ډو په توپير وګټله.

د یادولو وړ ده په دغو سیالیو کې هغه لوبغاړي لوبه ترسره کوي چې د فټنس د یویوو (yoyo) ازموينه کې يې د ۱۷،۱ نمرو معيار پوره کړی دی.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …