سه شنبه , اسد ۳۰ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / غزني ته خاص افغان ځواکونه ورسېدل، جګړه لا روانه ده

غزني ته خاص افغان ځواکونه ورسېدل، جګړه لا روانه ده

د غزني چارواکي وايي چې طالبان له ښاره ایستل سوي، اوس د ښار په لمنو کې خال خال نښتې روانې دي.

ښاریان وايي چې د یو نیم ډز غږ اوري.

– ملي اردو وايي چې په غزني ښار کې یې د طالبانو حملې په شا تمبولي او د ښار کنټرول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو عملیاتي رييس جنرال محمد علم نجرابي وايي، افغان ملي او امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه ناکام کړي او سخته مرک ژوبله یې وراړولې ده.

 – غزني ښار ته د طالبانو د تېرې شپې له پراخې حملې وروسته خاص افغان امنیتي ځواکونه رسېدلي او د طالبانو پر ضد یې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

– افغان خاص ځواکونه غزني ښار ته استول سوي.

– وروستي راپورونه وايي چې د طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۴ پولیس وژل سوي دي.

وسله والو د غزني پي ار ټي، چې د امنیتي ځواکونو قرارګاه ده، او د ښاري کمربند ځینو پوستو ته اور اچولی دی.

– د کورنیو چارو وزارت وايي، په څو ساعتونو کې به غزني ښار له طالبانو تصفیه سي. طالبانو د شپې په ۲ بجې حمله پیل کړه.

– طالبان وايي د ښار یو شمېر برخې یې نیولي او په لسګونو دولتي ځواکونه یې وژلي دي.

– فرانس پریس خبري اژانس وايي، د امریکا جنګي او بې پېلوټه الوتکې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ د غزني په اسمان کې لیدل کېږي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو مرکز وايي، جګړه د سهار په ۸ بجې یو څه سړه سوه او افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر سیمې چې د شپې په مخه یې له لاسه ورکړې وې، بېرته نیولي او ټولې دولتي ادارې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د دشت برچې د حملې د مرګ ژوبلو شمېر تر ۱۰۰ واوښت

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وايي چي د دشت برچي د حملې د مرګ ژوبلو …