چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / د ایمرجنګ لوبډلي جوړولو لپاره خپلمنځي سیالۍ پیلیږي

د ایمرجنګ لوبډلي جوړولو لپاره خپلمنځي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د اسیا په کچه د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره د ایمرجنګ ملي لوبډلې د جوړولو په موخه سبا په خوست کې د ۲۸ غوره لوبغاړو تر منځ خپلمنځي سیالۍ پیلیږي.

د سلیکشن کمېټې د نوې اعلان کړې تګلارې له مخې، ۳۳ لوبغاړي چې سږ کال یې د غازي امان الله خان، احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو او نولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې ښې لوبې کړې وې، وړ بللي وو.

په دغو ۳۳ لوبغاړو کې بهارعلي شینورای، نوید عبید، اصف موسی زی، زاهد الله، ناصرعمر، شاهدکمال، اکرام علی خېل، اسدالله، درویش رسولي، بهیر محبوب، وحیدالله شفق، نثار وحدت، طارق ستانکزی، وقارالله اسحاقزی، نوین الحق، یوسف ځاځی، نجات مسعود، دستګیرخان، فضل حق، محمد ابراهیم، ضیاالرحمن، عبدالباقي، ضیا اکبر، زهیب، ظاهر شهزاد، منیراحمد، مسلم موسی، شمس الرحمن، ناصر توتاخېل، ابراهیم ځدراڼ، عبدالواسع او رحمن الله ګربز شامل وو.

له یادو ټولو لوبغاړو د فزیکي وړتیا ازموینه اخیستل شوې، خو د دوی له ډلې یې نهه کسان د فټنس د یوو يوو (Yoyo) ۱۷،۱ معیار د نه پوره کولو له امله پاتې شوي وو، خو دغو لوبغاړو ته پرون یوځل بیا د ازموینې ورکولو موقع ورکړل شوه.

له دغو نهو کسانو يې د ازموينې په پایله کې څلور لوبغاړي بریالي شوي، څلور پاتې شوي او یوه ته هم د ټپونو له امله د استراحت سپارښتنه شوې ده.

د یادولو ده چې به بریالیو لوبغاړو کې ناصرعمر، دستګیرخان، مسلم موسی او ناصر توتاخېل شامل دي.

دغه راز په پاتې شوو لوبغاړو کې د طارق ستانکزي، وحیدالله شفق، وقارالله اسحاقزي او بهار شينواري نومونه راغلي چې اسدالله هم د ټپونو له امله په لوبو کې ګډون نه شي کولی او د ډاکټرانو له لوري ورته د ارام کولو سپارښتنه شوې ده. سر بیره پر دې په پام کې وه چې عظمت الله عمرزی هم د دغو سیالیو برخه واوسي، خو نوموړی څه موده وړاندې ټپي شوی او د ډاکټر د سپارښتنې سره سم به ونشي کړای چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

باید وویل شي چې د یادو لوبو ترسره کولو یوازېنۍ موخه د ۲۳ کلنو کم عمره ملي لوبډلې جوړول او دغه راز د اسیا ایمرجنګ سیالیو لپاره د لوبډلې په ګوته کول دي چې دوی په خوست ولایت کې هم د روان زېږدیز کال د اګست له اتمې تر ۱۸ مې نېټې پورې خپلمنځي تمریناتي لوبې وکړي.

غوره شوې لوبډله به همدارنګه کابل کې د روان زېږدیز کال سپټمبر میاشت کې له ۱۹ کلنو لوبډلې سره هم تمریناتي سیالۍ وکړي، څو د اسیا ایمرجنګ (۲۳ کلونو کم عمره) لوبو لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …