چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / مطفیض الر خپله لوبډلې لوبدلې ته د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ هم له ویسټ انډیزه وګټل

مطفیض الر خپله لوبډلې لوبدلې ته د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ هم له ویسټ انډیزه وګټل

خپلواک دریځ

بنګلدیشۍ کرېکټ ملي لوبډلې د جون میاشتې په وروستیو کې ویسټ انډیز ته د وو ټیسټ، دریو یو ورځنیو او دریو ۲۰اوریزو لوبو لپاره سفر وکړی او نن یې له  یوې میاشتې اوږد دغه سفر په بریاوو سره پای ته ورساوه.

د دوی ترمنځ د  دوو ټیسټ لوبو لړۍ دوه پر صفر ویسټ انډيز وګټل خو له هغه وروسته د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ بنګلدیش وګټل

دغه ډول د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ کې هم بنګلدیش ۲-۱ ویسټ انډیز ته په خپل کور کې ماته ورکړه او د یو ورځنیو لوبو د سیریز ترڅنګ یې د ۲۰ اوریزو د لړۍ کپ هم پورته کړی.

وروستۍ ۲۰اوریزه لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ نن سهار وختي ۴:۳۰ بجې پیل شوه، چې بنګلدیش د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه، دوی ته لیتن داش کمار ۶۱ منډې او محمدالله ۳۲ منډې وکړې.

ویسټ انډیز ته کرلوس بریټوایټ او کېمو پال دوې-دوې ویکټې واخیستې.

دغه هدف پسې ویسټ انډیزۍ لوبډلې  ۱۳۵ منډو کې چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي وه او ۱۷،۱ اورونه هم ترسره شوي وه، لوبه د باران له وجې ودرېده او بیا بنګلدیش د کرېکټ د ډې ایل میتود له مخې په ۱۹ منډو توپیر وګټل

ویسټ انډیز ته انډر رس ۴۷ منډې او راومن پاول ۲۳ منډې وکړې.

چپ لاسي نامتو توپ اچوونکي د ویسټ انډيز درې تر ټولو مهم لوبغاړي، انډري فلیچر، راومن پاول او انډر رسل وسوځول، نوموړي په دوهمه لوبه کې هم د خپلې لوبډلې په بریا کې لوی رول لوبولی و او د ویسټ انډیز درې پیاوړي لوبغاړي انډر رسل، ایوین لیویس او راومن پاول یې سوځولي وه.

ددې لوبې غوره لوبغاړی لیتن داش کمار ونومول شو، د سیریز دغوره لوبغاړي جایزه بیا شکیب الحسن ته ورکول شوه خو د مخکښ ویکټ اخیستونکي لوبغاړي جایزه بیا مصطفیض الرحمن ته ورکول شوه، هغه په دریو ۲۰ اوریزو لوبو کې ۸ ویکټې ترلاسه کړي وې.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …