سه شنبه , میزان ۲۴ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / اندونیزیا کي زلزلې لسګونه کسان وژلي دي

اندونیزیا کي زلزلې لسګونه کسان وژلي دي

د انډونیزیا په لومبوک ټاپو کې زلزلې ۸۲ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپي کړل.

لومبوک کې نږدې یوه اونۍ وړاندې هم ۶،۴ درجې زلزله کې ۱۳ کسان وژل سوي وو.

چارواکي وايي، د اوسنۍ زلزلې کچه د ریختر په کچه اووه ده او ژوروالی یې هم لس کیلومتره دی.

په دغه زلزله کې ودانۍ زیانمنې سوې دي.

چارواکي وايي، زلزله ځپلو سیمو کې برېښنا هم پرې سوې او د تیارې له امله مرستندویه چارو کې هم له ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېر خلک تر شنه اسمان لاندې شپه سبا کوي.

د زلزلې ټکانونه له لومبوک سره څنګلوري سیلاني سیمه بالي ټاپو کې هم احساس سوي دي.

بالي هم د سیلګري له امله مشهور دی او د نړۍ له مختلفو سیمو خلک چکر ته ورځي.

بالي کې یوه اسټرالیايي ګرځندوی مایکل لینډسي له رویټرز سره خبرو کې ویلي چې د زلزلې په پیلېدو سره خلکو له هوټل ووتل.

هغه وايي، سړکونه له خلکو ډک دي.

د اوسنۍ زلزلې له امله د څونامي خبرداری ور کول سوی، خو له څو ګړیو وروسته حالت عادي بلل سوی.

په ورته مهال چارواکو له خلکو غوښتي چې له سمندرغاړې لرې اوسي.

د هغه په خبره، د زلزلې په ټکانونو سره خلکو کې ګډوډي پیل سوه، له ودانیو بهر ووتل او اوس ماتر ډېرو سیمو کې برېښنا نسته.

د اندونیزا د بېړنیو حالاتو د کنترول ادارې یوه چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، تر ټولو زیات وېجاړی د لومبوک په متارام ښار کې سوی.

د ایمان په نامه د متارام ښار یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي، د زلزلې د قوي جټکو له کبله خلک په منډه له خپلو کورونو راووتل او په سیمه کې برېښنا هم بنده سوه.

د سیمې له روغتونه هم ناروغان را و ایستل سول او ډاکټرانو یې د سړک پر سر درملنه پيل کړه.

په اندونیزیا او شاوخوا سیمو کې ګڼ شمېر ویده اورشیندي سته چې وخت نا وخت د قوي زلزلو او سونامي لامل کېږي، ځکه دا هېواد په رېنګ اف فایر یا پرلپسې زلزلو او اورشیندو سیمه کې پروت دی.

پر ۲۰۱۶ کال هم سوماترا ټاپو شمال ختیځه څنډه کې د ۶،۵ ریختر درجې زلزلې له امله په لسګونو کسان ووژل او تر څلوېښت زرو پورې ټپیان سول.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …