چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / روغتيا / شاوخوا ۶۰ زره افغانان په ژېړي اخته دي

شاوخوا ۶۰ زره افغانان په ژېړي اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، ۶۰ زره افغانان په ژېړي یا هیپتایت (هیپه ټایټ) ناروغۍ مبتلا دي.

د فیروزالدین فیروز په وینا شاوخوا ۴۰ زره تنه په بي هیپتایت او ۱۸ زره په سي هیپتایت اخته دي.

ده د ژېړي ناورغي یوه پټه او خطرناکه ناروغي وبلله چې ډېر افغانان یې له کبله مري خو د مړینې خبر یې د ماین او بم په شان لوړ نه دی چې خلک پرې خبر شي.

ښاغلی فیروز وايي، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره خدمات وړاندې کېږي خو هڅه روانه ده چې د نړیوالو موسسو په مرسته تر ۲۰۳۰ پورې دا ناروغي حداقل ته ورسول شي.

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د سرطان خبرداري ورکوونکې وسیله جوړه سوه

په وروستیو کلونو کي د سرطاني ناروغیو د درملني په برخه کي زیات پرمختګ سوی …