سه شنبه , میزان ۲۴ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / پاکستان کي له ټاکنو څخه مخکي د پوځ له خوا د هدفي وژنو پرضد لاریونونه وسول

پاکستان کي له ټاکنو څخه مخکي د پوځ له خوا د هدفي وژنو پرضد لاریونونه وسول

په پاکستان کي له را روانو انتخاباتو څخه دوه ورځي مخکي د جولای په ۲۳مه د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کي چي پلازمېني اسلام اباد ته څېرمه پروت دی سخت لاریونونه وسول.

د پاکستان د پوځ‌ یو لوی مرکز په راولپنډۍ ښار کي دی.

ویل کیږي، چي د پوځ پر ضد پارېدلو خلکو د «ترهګرۍ تر شا وردي لاس لري» شعارونه ورکول.

لاریونوالو تور لګاوه چې له انتخاباتو څخه مخکې قتلونو کې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې لاس لري.

په پام کې ده چي په پاکستان کې عمومي انتخابات د جولای په ۲۵مه ترسره سي.

د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند وایي چې د دغه هېواد پوځ په لوی لاس د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي، خلک یې وژني، او غواړي چې د پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان د انصاف تحریک ګوند ټاکنې وګټي.‌

د انتخاباتي سیالیو په ترڅ کې د هارون بلور په څېر د ملي عوامي ګوند او یو شمېر نورو ملت پالو ګوندونو په استازو باندې هم مرګوني بریدونه وشول چې څوک په کې مړه او څوک ټپیان سول.‌

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …