سه شنبه , میزان ۲۴ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / پاکستانی ډاکټر بریټانیا کي د درواغو ویلو له امله د تل له پاره د کاره منعه سو

پاکستانی ډاکټر بریټانیا کي د درواغو ویلو له امله د تل له پاره د کاره منعه سو

پاکستاني ډاکتر کاشف ثمین چي۴۲ کاله عمر لري ادعا کړې وه چي ۴۶ کاله تجربه لري.

کاشف ثمین وروسته له هغه په طبي څانګه کي د تل لپاره له کار کولو څخه منع کړای سو چي د خپلي تجربي او د پوهنتون د ډګرۍ په رابطه یې دروغ رسوا سول.‌

د برتانیا یوې عدلي محکمې د روانې میاشتې په پیل کې په یوه اورېدنه کې معلومات وړاندې کړل چې نوموړي یوه سلسله دروغ ویلي دي.

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه وایي، چې ښاغلي ثمین د نارت وېلز په ګلان کلویډ روغتون کې یوې وظیفې ته په اپلیکیشن کې ادعا کړې وه چې هغه په عاجله طبي څانګه کې له مانچستر میټروپولیټن پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې ده، په داسې حال کې چې هغه دغه کورس په نیمایي کې پرېښی وو.

کاشف ثمین همدارنګه په خپلو آنلاین پروفایلونو کې لیکلي وو چې هغه په نیویارک کې په یوه پوهنتون کې زده کړې کړي دي، خو کله چې خبره حقیقت ته ورسېده اعتراف یې وکړ چې د یاد پوهنتون یوازې کتابتون یې لیدلی وو.

ډاکټر کاشف بله ادعا دا کړې وه چې په ګاسترو اینتولوجي ژورنال کې یې یوه مقاله خپره سوې، خو د دې لپاره یې هېڅ شواهد وړاندې نه کړای سول.

په مانچستر کې له یوې اونۍ اوږدې محاکمې څخه وروسته د کاشف ثمین، چې په ۲۰۰۱ کې د پېښور پوهنتون له طب پوهنځی څخه فارغ سوی، نوم د ډاکترانو له راجستر څخه حذف کړای سو، خو بیا هم ۲۸ ورځې وخت ورکول سو چې د محکمې د پرېکړې په وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …