چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / د سولي ټورنمنټ اتله لوبډله به د اتلولۍ ترڅنګ نغدي جایزه هم ترلاسه کړي.

د سولي ټورنمنټ اتله لوبډله به د اتلولۍ ترڅنګ نغدي جایزه هم ترلاسه کړي.

راپور: خپلواک دریځ

هلمند کې د زابل، غزني، کندهار او هلمند د څلورو لوبډلو ترمنځ د سولې په نوم سیالۍ نن د لښکرګاه ملت لوبغالي کې پرانیستل شوې.
دغه مراسمو ته د هلمند مرستیال والي مجاهدالله صفاري او د ولسي جرګې غړې نسیمه نیازۍ راغلي وه، دوی د لوبغاړو د هڅوونې ترحنګ وویل د کرېکټ هرې ستونزې د له منخه وړلو لپاره موږ چمتو یو او هیله لرو چې ډېر ژر د هلمند کرېکټ ملي لوبغالی هم ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

هغوی د مېلمنو لوبډلو د ښې مېلمستیا او ښو لوبو هیله وکړه، دغه ډول اغلي نسیمې نیازۍ ددغه لوبو د ګټونکي لوبډلې سره د ۵۰۰ ډالرو ژمنه وکړه.

هلمند کې د سولې په نوم دغه سیالۍ چې نن پیل شوې، د غزني، زابل او کندهار ترڅنګ د هلمند څلور لوبډلې هلمندبارک، النور، بادیزی او راشدخان لوبډلې لوبیږي.

دغه اووه لوبډلې په دوو ګروپونو کې یو له بل سره لوبیږي. په الف ګروپ کې کندهار، زابل، هلمند بارک او النور لوبډلې خو ب ګروپ کې بیا غزنی، راشدخان او بادیزی لوبډلې برخه لري.
د سولې په نوم ددې لوبو په بهیر کې به هره ورځ دوې-دوې لوبې ترسره کیږي، چې لومړۍ لوبه به د سهار پر ۷:۰۰ بجې او دوهمه به یې پر ۱۱:۰۰ بجې ترسره کیږي.

سبا دوشنبه لومړۍ سیالۍ کې زابل او هلمندبارک خو دوهمې کې بیا کندهار او النور لوبډلې مخ دي.
د سې شنبې لومړۍ سیالۍ کې کندهار او هلمندبارک، دوهمې کې بیا النور او زابل

د چهارشنبې لومړۍ سیالۍ د غزني او بادیزي، دوهمه د کندهار او زابل ترمنځ کیږي.
د پنجشنبې د ورځي لومړۍ سیالۍ کې راشدخان او غزني، دوهمې کې بیا هلمندبارک او النور لوبډلې لوبه کوي

د جمعې پر ورځ به راشدخان او بادیزی لوبډلې لوبه وکړي خو دوهمه به لومړۍ نیمه پایلوبه وشي.

د شنبې سهار باندې لومړی به دوهمه نیمه پایلوبه وشي او راساً به بیا وروستۍ پایلوبه ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې هلمند ته د دریو ولایتونو لوبډلې د لوبو لپاره راځي، د شنبې پر ورځ ۱۱ بجې به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …