سه شنبه , میزان ۲۴ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / منصور هادي: د سعودي ښکېلتیا یمن کي اوږده سوې

منصور هادي: د سعودي ښکېلتیا یمن کي اوږده سوې

د يمن جلا وطني ولسمشر دا منلې چي تمه يې نه کوله د سعودي په مشرۍ د ټلوالي پوځي مداخله دې دومره اوږده سي.

خو په يوه ناوياته مرکه کي عبد ربه منصورهادي بي بي سي ته وويل درې کاله کېږي چې د پرېکنده توپان په نامه دا عمليات پيل سوي او باور نه لري چې د حوثي ياغيانو د ماتولو هڅې په ټپه ولاړې وي.

په بوخته کې ښکېل يمنى ولسمشر عبد ربه منصورهادي ډېر لږ ليدل کېږي، دا يې عدن ښار ته يو له ناوياتو سفرونو و.

ولسمشر هادي بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې وويل تمه يې نه لرله چې د واک گدۍ ته د نوموړي د بېرته رسولو لپاره د سعودي په مشرۍ د ټلوالې هلې ځلې درېوو کلونو ته وغځېږي.

خو ښاغلى هادي دا نه مني جگړه ټپ ولاړ حالت کې ده.

“که د پرېکنده توپان په نامه عمليات نه و شوي نو دا به د يوې اوږدې کورنۍ جگړې پيل و. د سوماليا له کورنۍ جگړې به يې ډېر دوام کړى واى.”

د سعودي او د خليجي متحدانو په هوايي بريدونو کې يې بازارونه، ودونه او ان د جنازې مراسم لگېدلي.

ملگري ملتونه وايي هوايي بريدونو په يمن کې تر ټولو ډېره مرگ ژوبله اړولې، خو ولسمشر هادي وايي دى د يمن په جگړه کې د سعودي له ښکېلولو نه دى پښېمان.

دى واي “زه هېڅ پښېمان نه يم، که داسې نه واى نو موږ نشواى کولاى چې د هېواد ځينې برخې ازادې کړو، له عدن نيولې تر المهرا. د ټلوالې له مرستې پرته دا سيمې به لا د حوثيانو په ولکه کې وې. موږ په دې باور يو چې د ټلوالې علميات ډېر بريالي و او په عربي نړۍ کې سارى نه لري.”

خو د ٢٠١٥ م کا ل په مارچ کې د پرېکنده توپان په نامه د سعودي په مشرۍ پوځي عملياتو له پيل راهيسې د ملگرو ملتونو په وينا شا و خوا ٨ ميليون يمنيان قحطۍ سره مخامخ شوي.

دغه اداره خبردارى ورکوي که د روان ميلادي کال تر پايه د يمن کړکېچ ته سياسي حل ونه موندل شي نو يو بشري ناورين به لېرې نه وي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …