چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / د کاناډا ګلوبل لیګ اتلولي ونکاوور نایټ لوبډلې وګټل

د کاناډا ګلوبل لیګ اتلولي ونکاوور نایټ لوبډلې وګټل

خپلواک دریځ

د کاناډا ګلوبل لیګ چې شپږو لوبډلو پکې برخه درلودل تېره شپه یې اتلولي ونکاوور نایټ لوبډلې وګټل.
دغې لوبډلې د کریس ګې په لوبډلمشرۍ کې په پایلوبه کې د ویسټ انډیز ب لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

په پایلوبه کې ویسټ انډيز ب لوبډلې د فابیان الین د ۴۱ منډو او لوبډلمشر انټوني برامبل د ۱۶ منډو پر مټ د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه
د ونکاوور لوبډلې لپاره شیلډن کوټریل ۴ ویکټې او اسټرالوي فواد احمد ۳ ویکټې واخیستې.

ونکاوور نایټ لوبډلې د ویسټ انډیز ب لوبډلې د ۱۴۶ منډو هدف د لوبې په ۱۸م اور کې پوره کړی.
دوی ته هي ونډر دوسین ۴۴ ناسوځېدلي منډې او سادبین ظفر ۷۹ ناسوځېدلي منډې وکړې. ویسټ انډیز ب لوبډلې ته ډیرووال ګرین ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړی سادبین ظفر شو
د ویلو ده چې افغان نجیب الله ځدراڼ دغه لوبو کې له مونټریل ټایګرز لوبډلې سره ولوبېدی، چې ښې سیالۍ یې هم ترسره کړې.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …