چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / دریو پنځوسیزو هم کابل بریا ته ونه رساوه

دریو پنځوسیزو هم کابل بریا ته ونه رساوه

Image may contain: 1 person, playing a sport and outdoor
خپلواک دریځ

غازي امان الله خان یو ورځنیو لوبو په لړ کې نن کابل او سپین غر سره مخ وې، د لوبې پچه سپین غر وګټل او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

سپین غر لوبډلې د محمدشهزاد د ۱۰۹ منډو چې په ۸۰ توپونو یې وکړې، ۹څلوریزې او ۷ شپږیزې پکې وې.د اکرام علیخېل د ۶۹ منډو او طاهر خان د ۴۴ منډو په برکت د ۳۲۲ منډو هدف کابل ته وټاکه.
عبدالله مزاري د ۴۵ منډو بد کې ۱۰ اورونو کې ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۳۲۲ هدف ځواب کې کابل لوبډلې ته دریو لوبغاړو نیمه سلیزې ووهلې خو لوبډله یې بریا ته ونشوه رسولی.
دوی ته شفیق الله شفق ۵۵ منډې، شوکت زمان ۵۲ منډې او خیبرعمر ۵۱ منډې وکړې.
د سپین غر په توپ اچوونه کې قیس احمد او افتاب عالم درې-درې، فریدملک او عظمت الله دوې-دوې ویکټې واخیستې.
په دې سره سپین غر لوبډلې د ۶۴ منډو په توپیر سره کابل ته ماته ورکړه.

سبا ددې لوبو په لړ کې پر ۰۹:۳۰ بجې میس عینک او بندامر سره مخ کیږي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …