سه شنبه , اسد ۳۰ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / نواز شریف او مریم نواز پاکستان ته له ستنېدو وروسته نیول سوي

نواز شریف او مریم نواز پاکستان ته له ستنېدو وروسته نیول سوي

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف له برتانیا خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د فساد په تور نیول سوی دی. د نواز شریف لېږدونکې الوتکه ماښام مهال د لاهور پر علامه اقبال هوايي ډګر کوزه سوه او نوموړی له خپلي لور مریم نواز سره یو ځای له الوتکې کوزېدو وروسته ونیول سول.

د ځايي رسنیو رپوټونو کي ویل سوي، چي ښاغلی شریف او لور یې یوې کوچنۍ الوتکې ته ولېږدول سول، چي ګومان کېږي پلازمېنې اسلام اباد ته به یې ورسوي.

په لاهور کي د نوازشریف پلویانو تور پورې کړی، چې د دوی سلګونه ملګري د دې لپاره نیول سوي، چې د نوازشریف له هرکلي کولو وګرځول سي.

بل لور ته رپوټونو کې ویل سوي، چې ښار کې د امنیتي ځواکونو زرګونه کسان ځای پر ځای سوي او هوايي ډګر ته د غځېدلو لارو اوږدو کې خنډونه درول سوي دي.

له دې مخکې داسې ګنګوسې هم وې، چې ګواکې د نوموړي لېږدونکې الوتکه پلازمېنې اسلام اباد پر لور استول سوې ده.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف، چې د پاکستان یوې محکمې په ۱۱ کاله زندان سزا محکوم کړی، نن جمعه ۱۲ جولای له خپلې لور مریم نواز سره، چې همدې محکمې اته کاله د زندان په سزا محکومه کړې، له لندنه د متحده عربي اماراتو ابوظهبي ښار ته او وروسته نوموړی له ابوظهبۍ نه د الاتحاد هوايي شرکت په الوتکه کې د پاکستان لاهور ښار پر لور الوت وکړ.

د “اېونفیلډ” په نامه په دې قضيه کې پر ښاغلي شریف تور لګول سوی و چې فساد یې کړی او په ناقانونه توګه یې په لندن ښار کې ملکیتونه رانیولي دي.

هېواد ته بېرته د ستنېدو پر مهال ښاغلي شریف په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، پاکستان پر یوې څلور لارې ولاړ دی او ده هر هغه څه وکړل، چې وس یې پرې رسېده. هغه پیغام کې چې د مریم نواز پر ټویټر پاڼه خپور سوی، ښاغلي شریف وویل:

زه پوهېږم ما ته لس کاله د زندان سزا راکړل سوې ده او زه به زندان ته ولېږدول سم، خو زه غواړم د پاکستان خلکو ته ووایم، چې زه دا هر څه ستاسې لپاره کوم، دغه قرباني ستاسې د نسلونو او پاکستان د راتلونکي لپاره ورکوم.

د ښاغلي شریف مدافع وکیلان وايي، هېواد ته د هغه له ستنېدو وروسته به استناف غوښتنه وکړي. پاکستان مسلم لیک ګوند ویلي، لاهور ته د هغه له رسېدو سره به د هغه تود هرکلی وکړي، خو چارواکي وايي، هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم به نوموړی ونیسي.

د لندن ښار مرکزي برخه کې ایون فیلډ ودانۍ څلور اپارتمانونو ملکیت موضوع هم د نوازشریف کورنۍ د محاکمې یوه برخه وه. پر نوموړي تور پورې سوی و، چې له ناروا لارو چارو یې دغه ګران بیه جایداد تر لاسه کړی دی.

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د دشت برچې د حملې د مرګ ژوبلو شمېر تر ۱۰۰ واوښت

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وايي چي د دشت برچي د حملې د مرګ ژوبلو …