شنبه , قوس ۲۴ ۱۳۹۷
Home / روغتيا / د سږو د سرطان د ژر تشخیص نوې لار وموندل سوه

د سږو د سرطان د ژر تشخیص نوې لار وموندل سوه

په امریکا کې د وینې د ازمېښت په یوه نوې اختراع شوې طریقه کې څرګنده شوې چې له دې لارې د سږو سرطان په لومړنیو پړاوونو کې تشخیص کېدای شي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنې اعلان وکړ چې په دې ډول ازمېښت د ناروغ په وینه کې د سرطان د رامنځته کېدو په لومړیو ورځو کې د سرطاني حجرو یا سلولونو ډي این اې پېژندل کېدای شي.

د وینې د ازمېښت دا نوې طریقه (ګریل) خصوصي کمپنۍ، چې د سرطاني ناروغیو په برخه کې څېړنې کوي، اختراع کړې ده.

په نړۍ کې هر کال د سږو په سرطان، چې یو تر ټولو وژونکی سرطان دی، شاوخوا ۱۷ سوه ملیون (یو ملیون او ۷۰۰ لکه) انسانان مري.

د سېګرېټ او تنباکو استعمال د سږو د سرطان لوی عوامل بلل کېږي.

حاضردمه د سږو سرطان تر هغو نه تشخیص کېږي چې پرمختللي پړاو ته نه وي رسېدلی. له همدې کبله هم دا تر نورو سرطانونو خورا خطرناک او وژونکی دی.

خو د وینې د ازمېښت نوې موندل شوې طریقه د سږو سرطان په لومړیو پړاوونو کې معلومولی شي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

O? O?O�O�O�U� O�O?O�O?O�O�US U?O�U�U?U?U�U�U? U?O?U?U�U� O�U?U�U� O?U?U�

U?U� U?O�U?O?O?U?U? U�U�U?U�U? U�US O? O?O�O�O�U�US U�O�O�U?O?U?U? O? O?O�U�U�U�US U?U� O?O�O�U� U�US O?U?O�O? U?O�U�O�O?U� O?U?U? …