جمعه , قوس ۲۳ ۱۳۹۷
Home / مقالې / ولسمشر ته د ولس پيغام!

ولسمشر ته د ولس پيغام!

لیکنه: مطیع الله مطیع

ګرانو هيوادوالو تاسو پوهيږي چي امر دمافوق څخه صادريږي په دي‌هم پوه ياست چي اوبه دلوړي خواڅخه راځي که صافي وي که خړي، نو په ولاياتو کي روان بد وضعيت هم دمرکز څخه تمويلېږي او تطبيق کيږي، خو واورئ او ومنئ چي سپين ږيری ولسمشر مو سخت ستړی دی او هيواد ته ژمن ولسمشر دی، مونږ دغني بابا هيڅ بديل نلرو، کچيري مونږ په حقه وغواړو چي دلته امن راسي، امن راځي او امن ممکن دی، اوس راځی په ټولو ولسمشر ته ورسو چي ستا او ولس او ولسي مشرانو ترمنځ ولي پرده هواره ده او دغه پرده چا هواره کړي ده؟
او ستا دغه دغه دغه دغه دغه وزارت کسان او دفريم او ټيم وزيران ټول په خپلو چارو کي ناکام دي لطفا ټيم ته تغير ورکړه، تر څو ستړياوي دي رنګ را وړي،
ای غني بابا ته يو شپه ناپامه کمپنۍ ته ورسه يو ځاي غلي کښينه او بيا وګوره چي د شپاړلسو کالو څخه تر پنځه ديرشو کالو پوري څومره زره تعداد ځوانان دلوږي څخه په یو شپه دايران ترکيي جرمني او نورو هيوادونو په لور درومي؟ دغه بچيان دي په سختو حالاتو کي سفرونه کوي، دغه بچيان دي دترکيې او سيمي دکردانو دظلم او ستم ښکار دي، اي غني بابا ته پوهيږي چي خاوره مور ده او مور هيڅوک خوشي نه پريږدي، ماخوزيات ځوانان ليدلي چي په امريکا او اروپاکي اوسيږي او ښه سوکاله دي، اماپه خبرو کي اوفففف کړي واي اي سړيه هيواد خوږ دی ورپسې خپه يو سبحان الله زه هم ورسره جوخت وژاړم، خو په داسي حال کښي چي ستا هيواد دزرو او کانونو ډک او پيمانه دی او وچي ځمکي دي که خړوبي سي نيم نفوس دهند ته ځمکي او تابعيت ورکولي سو، هيواد به مو په ټوله اسيا کي دهر نوع زراعتي کمياوي او داسي نورو موادو په ستر توليدوونکي هيواد بدل شي اما اوس ولي داسي نکيږي؟
ولي دي بچيان ځغلي هيواد پريږدي؟
ولي دي په کور دننه پر هيواد والو ظلم او ستم روان دي؟
ولي خلګ اختطاف کيږي ؟
ولي يو ځوان ټوپک پلاس اخلي دلاري په څنګ کي دريږي ترڅو غلا وکړي؟
داځکه چي پر تا دنزدي راګرځيدلي ټيم دي ملک ته هيڅ نيکه اراده نسته، که چيري زه دحنيف اتمر او معصوم ستانکزي او اکرم خپلواک سلام رحیمي،فيروزالدين فيروز،اوياما ياري او ويس برمک، او بعضو ناکام مشاور وزيرانو پرځاي ستاسره واي په خداي ج قسم خورم که دوستم ته ورته فاجعه پيښه سوي واي او يا خپه سوي واي.
پخداي قسم خورم که ستا والي استاد عطا دومره سر کښي کړي واي.
قسم خورم که چيري ستا يو و الي اويا نظامي جنرال سرکښي کړي واي او ددفاع وزير چوپ پاتي سوي واي والله چي خپل پزه مي هم پري کړي واي او ددفاع دوزير هم،
قسم خورم که په دومره پيمانه دپارلمان وکيلانو ستاسره خصومت شروع کړي واي،
قسم خورم چي ټول ناغيړه اومجرم کسان مي محبوسين کړي واي ،
مونږ پوهيږو چي عبدالله ريس اجرايه تا او نظام ته کله کله دسر درد سي او قسم خورم چي هغه ته مي هم قناعت ورکړي واي ، اوس ولي داسي نکيږي نو واوره، غني بابا تاته مي په درليږلي سوي ليک کي هم ويلي وو چي دغه خلک دکارخلک ندي که دامريکايي او يا نورو هيوادونو مجبوريت وي مطيع بچي دي‌دروغواړه چي هغوي ته قناعت ورکړو، غني بابا زه ستااونظام خواخوږي او دهيواد رښتنی بچي او په هلمند ولايت کي ولسي مشر او ستاپه صداقت ملاتړي او ستاملنګ يم ددغو پورته ټولو وزيرانو سره هيڅ شخصي مشکل نلرو او نه ورسره مخالف يو، خو چي هر وخت مو خپل او يا دملت او يا دولت ستونځي وروړي دي پرمخ وهل سوي يعني په منفياتو جواب سوي يو،

غني بابا پرڅلور سوه بستريز روغتون بريد دکورنيو چارو وزارت مخ ته بريد او داسي نور بريدونه هيڅ دزغملو ندي، که مونږ د مرستندويه هيوادونو دپايلسي څخه مخالفت نسو کولي حد اقل هغوي ته بايد دومره قناعت ورکړو چي پرمختګ نراکوي وينه مو بايد يو ځل ودروي افغانان پخپل ژوند کي حد اقل دپنځو يا لسو کلونو حق لري چي دجنګ څخه ليري پاتي سي،
خارجي هيوادونه په داسي غوښتنه چي عقل جزم پر وکړي فکر کوم وبه يي مني، مونږ پوهيږو چي دلته داسي هيوادونه سته چي بعضي واليان /وزيران /او معينان به ممکن حمايه کوي ځکه که داسي نه وي نو په تيرو پنځلسو کلونوکي هيواد ته په پراخه پيمانه پيسي راغلي اما هيواد ترپخوا تباه سو نو معلوميږي چي په نظام کي ترملت زياته ستونځه سته،
اوس ستاسو جلالتماب د مسوليت په دوره کي مونږ يو ځل لطفا دشلو دقيقو لپاره خپل مبارک حضورته دروغواړه او يو مسول کس سره مو معرفي هم کړه چي په راتلونکي کي ورسره په رضاکارډول کار وکړو ترڅو په نظام کي اصلاحات راشي ،خير دي که مو غلا وکړه سزا مو مرګ وټاکه او‌ګوته راڅخه ولګوه معاش موټر او امتياز هم مه راکوه خير دي هغه دي غله چارواکي واخلي مونږ ستاسو دبرياليتوب تږي يو، اما نور نسوزغملي چي ددولت واک دي پر ډلو او ټپلو وه ويشل سي، او وزيران دي خاموش اوهر سياسي مشکل ته دي په صرف نظر ډول وکتل سي.
غني بابا ته پوهيږي چي مونږ دايران او پاکستان سره شخصي دښمني نه درلودل او نه يي هم لرو، خو چي جهادمو پراعلان کړي دي او دښمني مو ورسره اعلان کړي ده ستا او دهيواد او هيواد والو او وسلوال پوځ پرسر مو ورسره ډغره وهلي او خصومت ورسره لرو،
څه وخت چي مونږ دهغوي رقيبان يو بيا ولي ستا دمسولو وزير صاحبانو سره نسو کتلي ولي په مونږ کي مشکل څه دی؟
خو دغه اداري کشفي او استخباراتي ارګانونه لري که مو يو ذره دقانون خلاف کار اويا هيوادپلورنه کړي وي او يا دکومي کورنۍ او باندني کړيو غړي يو ثبوت دي دروړي ته مو دروغواړه او د ارګ په دروازه کي مو وځړوه،
کچيري مونږ ستا د برنامو ملاتړي يو که مو پرتا او ولسونو ځانونه قربان کړي وي که مو ددغو وزيرانو ننګه نه وه کړي پزه مو راپريکړه،

څه وخت چي پرتاسو ځان قربانوو بيا خو مونږ ولسي مشران يو او دغه وزيران دولس مزدوران دي بيا څه خبره ده چي دولس او ولسي مشرانو سره په ټکرکښي دي او نه ورسره ګوري؟،
ددوي ددي کارڅخه خو داسي معلوميږي چي ددوي شخصي جيبي ګټه دچا په ليدلو کي نه وي نه ورسره ويني نو مونږ خو دملت وينه نده زبيښلی او نه يي هم زبيښو او نه هم تجارت لرو چي دوي ته نقدي راوړو ترڅو زمونږ سره وګوري او دهيواد دپرمختګ لپاره نظرونه ورکړو،
غني بابا هرڅوک چي هيواد ته ژمن وي هره ستونځه يي وي بايد دمنيجمنټ داصولو له مخي اول مربوطه ارګان ته ورسي بيا که نه کيدل دجمهوري رياست عالي مقام اداره امور ته ورسي کنه کيدلي نو بيا دي دمطيع غوندي دتلويزون او فيسبوک پر مخ ځان په نره او برملا راڅرګند کړي،مونږ دغو ټولو ادارو او وزارتونو ته ورغلي يو هره يوه دروازه مو ټکولي خو هيچا راسره مرسته نده کړي، وجه داده چي مونږ تاسو جلالتماب او قانون او وهيوادوالو ته ژمن يو،غله نه يو چي زمونږ په ورتګ سره ددوی جیبونه ډک سي، زمونږ ورتګ دوي کارته متوجه کوي او دوي هغه دي يو لا سم کار نکوي اکثر يي دجيبو غم اخستي دي کچيري نه وي نو ولي مونږ نغواړي؟
نو هيله لرو چي زمونږ محبوب او مهربان ولسمشر مونږ خپل حضورته دخپل مهرباني له مخي وغواړي او دغه وزيرصاحبان ټول زما مخ ته کښينوي او زه خپل ګزارش چي تر اوسه دمرکز او ولاياتو سره مو مرسته اوهمکاري کړي وي تشريح کړم، ترڅو غني بابا هم پوه سي چي ټولو وزيرانو په خپل کارکښي دوظيفي غفلت کړي دي، او زمونږ سره دي ټيم جوړکړي ترڅو هره ورځ غني بابا ته ونه ژاړو.
په درنښت .
دهلمند دبړيڅو دقومي شورا مشر،
دوسلوال پوځ غلام دايران او پاکستان دظلم پر وړاندي غږ پورته کونکي او دټولو هيواد والو رضاکار مزدور مطيع الله مطيع.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

O? O?Ui??U?Ui?? U?Oi??U?Oi?? Oi??U? Ui??Ui??US U?Oi??O?O? Oi??Ui??U?Ui??O? O?Oi??Ui??USUi??U? Ui??Ui?? Oi??U?Oi??Ui?? O?USOY

O?Oi??USOi??Ui??U? Ui??U?Oi??O?US U?Ui?? O?U? U?Oi??U?O?O?USU? Ui??U? O? O?U?Ui??Ui?? U?Oi??U?Oi?? O? O?O?Ui??Oi??Ui?? O?Oi??Ui??O? U?Oi??U?Oi??Ui??U? Ui??O?Oi?? Oi??USOi??USUi?? …