چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / امریکا ته د چین ځواب؛ هر ځای ته پوځ او وسلې لېږو

امریکا ته د چین ځواب؛ هر ځای ته پوځ او وسلې لېږو

چین د امریکا د دفاع وزیر دا خبري بې مسوولیته بولي، چي ویلي یې دي، بېجینګ سوېلي چین سمندرګي کي توغندي لګوي او خپل ګاونډیان وېروي.

د چین د پوځ یو لوړپوړي چارواکي تورنجنرال هي لي سینګاپور کي د شنبې په ورځ وویل، چي هېواد یې “د خپلي سیمي” هر ځای ته د پوځ او وسلې لېږلو پوره حق لري.

نوموړي دا خبره هغه امنیتي کانفرنس ته وکړه چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس پکې ویلي، بېجینګ په سوېلي چین سمندرګي کې توغنديو لګولو سره خپل ګاونډیان وېروي.

تورن جنرال هي لي زیاتوي د نورو هېوادونو بې مسوولیته خبرې د منلو نه دي.

د هي لي په خبره، سوېلي چین سمندرګي کې پوځ ځای په ځای کول د ملي دفاع پالیسۍ برخه ده او موخه دا ده چې څوک ولکه پرې ونه کړي.

“تر کوم ځای چې زموږ سیمه وي، تر هغه پوځ ځای په ځای کوو او وسله لېږو. کوم هېواد چې دې برخه کې شور جوړوي، زموږ په اند دا کار یې زموږ په کورنیو مسلو کې لاسوهنه ده”.

د سوېلي چین سمندرګي پر ځینې سیمو د شپږو هېوادونو ترمنځ جنجال دی، خو چین دا ټول سمندرګی د ځان بولي.

بېجینګ په دغه سمندرګي کې ټاپوګان جوړوي او پوځ او وسلې هم پکې ځای په ځای کوي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …