چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / کندوز کي ټاکنو ته د نوم لیکني نږدې ۶۰ سلنه مرکزونه تړلي

کندوز کي ټاکنو ته د نوم لیکني نږدې ۶۰ سلنه مرکزونه تړلي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، په کندوز کي د رایه ور کوونکو د نوم لیکني له ۲۲۰ مرکزونو ۱۲۰ تړلي دي.

د دې کمېسون د کندز ولایتي دفتر سرپرست رسول عمر امنیتي ګواښونه د مرکزونو د تړل کېدو لامل بولي.

“دا مرکزونه کلبات، ګل تپه، قلعه زال، اقتاش او ن چار دره ولسوالۍ کې تړلي دي”.

د نوموړي په خبره، افغان ځواکونو په دې سیمو کي د امنتي ګواښونو د له منځه وړلو ژمنه کړې.

“که امنیتي ځواکونه په نا امنه سیمو کې چاڼیز عملیات وکړي، موږ چمتو یو چې هلته خپل مرکزونه فعال کړو”.

د دغه ولایت د راتلونکو ټاکنو لپاره یو شمېر احتمالي نوماندان خبرداری ور کوي چې که دا مرکزونه فعال نه شي، دوی به په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسون دفتر دروازه وتړي اواعتراضونه به پیل کړي.

یو احتمالي نوماند عبدالغفور هوتک وايي، که حکومت د کندوز ولس په دې غفلت له ټاکنو بې برخې کوي، نو په دې مانا ده چې دغه ولایت کې به ټاکنې نه کېږي.

“ټاکنو ته چې موږ لاړ نه شو، موکلین نه ځي او هغوی چې لاړ نه شي د ټاکنو نتیجه به صفر وي”.

امنیتي چارواکي بیا وایي، په نا امنو سيمو کې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونو فعالولو لپاره د امنیت ټینګلو په پلانونو کار کوي.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، د نوم ليکنې مرکزونو د پرانیستو هڅه کوي.

“د ټاکنو رییس دوه ځلې امنیه قومندانۍ ته راغلی، موږ پرېکړه کړې که امکان وي دا مرکزونه فعال کړو”.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …