چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / ساينس او ټکنالوژي / لامبورګیني کمپنۍ الفاون ملفون راباسي

لامبورګیني کمپنۍ الفاون ملفون راباسي

د قیمتي موټرو د جوړولو یوې مشهورې کمپنۍ اعلان وکړ چې اندروید ځیرک ټېلفون جوړوي.

لامبورګیني شرکت، چې قیمتي موټرونه جوړوي، ویلي چې دا قیمتي ملفون یا موبایل سیټ به یې ۲۴۵۰ ډالره بیه ولري.

دا موبایل ټېلفون الفا ون (Alfa1) نومېږي، پوښ یې په ایټالیا کې له څرمن څخه په لاس ګنډل شوی او سکرین یا شیشه یې ۵ اعشاریه ۵ اینچه دی.

شاتنۍ کمره یې ۲۰ میګاپیکسله او مخکینۍ ۸ میګا پیکسله ده.

لامبورګیني وايي چې د دغه ټېلفون روزلوشن ۲۵۶۰ دی او ۱۴۴۰ پیکسله دی.

پروسیسر یې ۸۲۰، رم یې ۴ ګېګابایټه او داخلي حافظه یا میموري یې ۶۴ ګیګابایټه او ۱۲۸ ګیګابایټه حافظه ورزیاتېدای شي.

د الفا ون بېټرۍ ۳۲۵۰ میلي امپایره ده او دوه سیمکارتونه پکې اچول کېدای شي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د حافظې کمزورتیا او د کمپیوټر تاوانونه

ډاکټرسباوون کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم او ټوله ورځ …