جمعه , قوس ۲۳ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / رحمت الله نبیل په امریکا کي بند پاته دی

رحمت الله نبیل په امریکا کي بند پاته دی

په داسې حال کي چي اوازې دي چي د ملي امنیت پخواني عمومي رييس رحمت الله نبیل د امریکا په متحدو ایالتونو کي پناه اخیستې، نبیل ته یوې نژدې ورځپاڼي ادعا وکړه، چي حکومت نبیل نه پرېږدي چي هیواد ته راستون سي.

افغانستان ټایمز ورځپاڼي د جمعې په ورځ ادعا وکړه چي د ملي محور ګوند مشر رحمت الله نبیل، چي حکومت د بهرنیو هیوادونو سفر ته نه پرېښود، اوس د امریکا په متحدو ایالتونو کي دی.

ورځپاڼه زیاتوي، داسي ښکاري چي نبیل د جنرال عبدالرشید دوستم په شان هیواد ته د راګرځېدو چانس نه لري.

جنرال دوستم په تېر دوبي کي هڅه وکړه چي له ترکیې څخه مزارشریف ته په الوتکه کي راسي خو الوتکه یې پرې نښودل سوه چي د مزارشریف په هوايي ډګر کي کښېني، خو د نبیل په اړه داسي څه نه دي ویل سوي او له بلي خوا له امریکا څخه کابل ته مستقیمي الوتني نسته، پکار ده چي نبیل یا هر بل څوک چي له امریکا او اروپا کابل ته راځي یا د ترکیې او یا د متحده عربي اماراتو له لاري راسي.

په عین حال کي اوازې دي چي نبیل په امریکا کي پناه اخیستې ده.

افغانستان ټایمز وايي، د ملي محور ګوند مشر د حکومت پر پالیسیو د انتقادونو له کبله تر فشار لاندي و.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

U?Ui??O?Ui??O?Oi?? O?Ui??US Ui??Ui?? U?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui??Ui?? U?O?U?UsO?Ui?? O? Oi??Ui??Oi??Oi??Ui?? Oi??Oi??O?Ui?? O? U?U?Ui??U? Oi??Oi??Oi??Oi??Oi??Ui?? U?Oi??U?O?U?Oi??Oi??US

O? Oi??U?O?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui?? U?Ui??O?Ui??O?Oi?? Ui??Oi??Ui??O? Oi??O?Oi??U? O?Ui??US U?Oi??U?Ui?? O?U? O?Ui??O?Ui?? U?Ui?? Ui??Ui??O?Ui??Oi??Oi?? Ui??U? U?U?U?Ui?? Ui??U? O? …