چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / افغان او پاکستاني پلاوي په کابل کي خبري کوي

افغان او پاکستاني پلاوي په کابل کي خبري کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چي د شنبې په ورځ د پاکستان د حکومت یو لوړپوړی پلاوی له افغان چارواکوا سره د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو پر وینا، په دغه پلاوي کي چي مشري یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي، د پاکستان پوځي او ملکي لوړپوړي مامورین شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، پاکستانی پلاوی له افغان لوري سره د سوي موافقې پر بنسټ کابل ته سفر کړی او دواړو خواو له تروریزم سره د پریکنده مبارزې په ځانګړي ډول په کابل کي د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه خبري پیل کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نننۍ غونډه کي به دوه اړخیزي ژمني وارزول سي او تمه ده چي دواړه خواوي به په ځانګړي پلان، چي په کي څرګند زماني چوکاټ او عملي اقداماتو ته ځای ورکړل سوی وي، موافقې ته ورسیږي.

د پاکستان دغه حکومتي پلاوی په داسي حال کي کابل ته سفر کړی، چي د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د جمعې په ورځ ولس ته په خطاب کي پاکستان د طالبانو مرکز وباله او په هغه هیواد کي یې د طالبانو په خلاف پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ.

تیره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي په یو نااعلان سوي سفر اسلام اباد ته سفر وکړ او د پاکستان د صدراعظم په مشرۍ يې د دغه هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره په افغانستان کي د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه خبري وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي په کابل کي خبریالانو ته وویل، چي پاکستان ته یې د یو شمیر ترهګرو نوملړ او د تروریستي ډلو د روزنیزو مرکزونو په اړه اسناد او شواهد سپارلي دي.

ټاکل سوې چي د افغان حکومت او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو پایلي، نن له غرمې وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کي له رسنیو سره شریکي سي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …