چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / ساينس او ټکنالوژي / د ناسا ورکه سوې سپوږمکۍ یوه اماتور وموندله

د ناسا ورکه سوې سپوږمکۍ یوه اماتور وموندله

یوه اماتور یا شوقي منجم د ناسا یوه سپوږمکۍ چي ۹ کاله پخوا ورکه سوې وه، وموندله.

سکاټ ټیلي د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې یوه سپوږمکۍ، چي په ۲۰۰۵ م کال په فضا کي ورکه سوې وه او ناسا یې په موندلو نه وه بریالۍ سوې، وموندله.

ښاغلي ټیلي، چي له فضايي چارو سره ځانګړې مینه لري او په دې برخه کي کار کوي، د امریکا د هوايي ځواک د جاسوسي سپوږمکۍ (زوما) د موندلو په لټه کي وه او بالاخره یې وموندله.

د امریکا د پوځ هوايي ځواک دا سپوږمکۍ د ۲۰۰۵ م کال د جولای په اوومه د سپېس ایکس فالکن توغندي په وسیله فضا ته لېږلې وه، خو ناسا په دې کي پاتي راغلی و چي دا سپوږمکۍ په مدار کي راولي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د حافظې کمزورتیا او د کمپیوټر تاوانونه

ډاکټرسباوون کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم او ټوله ورځ …