جمعه , قوس ۲۳ ۱۳۹۷
Home / لوبي / بیګ باش تر نیمه پایلوبو ورسېد

بیګ باش تر نیمه پایلوبو ورسېد

راپور: خپلواک دریځ

د بیګ باش لوبي چي د ډسمبر پر ۱۹مه پیل سوي وې، اوس تر نیمه پایلوبو ورسېدې، دغه لیګ کي هري لوبډلې لس-لس لوبي وکړې او څلورو لوبډلو ورڅخه نیمه پایلوبو ته لار وموندل.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کي چي د پنجشنبې پر ورځ به ترسره سي، پرت سکارچرز له هوبرت هوریکینز لوبډلي سره لوبیږي.
دوهمه نیمه پایلوبه کي بیا د جمعې پر ورځ ایډلیډسټرایکرز له میلبورن رینیګاډز سره مخ کیږي.

په بیګ باش کي ټولټال ۸ لوبډلي لوبیږي چي سیډني سیکسرز، سیډني تندر، میلبورن سټارز او بریسبین هیټ لوبډلي پکي له مخکي تګ بې برخي سوې.

راشدخان په ۱۷ ویکټو دوهم مخکښ ویکټ اخیستونکی

Image may contain: 13 people, people smiling, people sitting, crowd and outdoor
بیګ باش کي اوس مهال ډي جې براوو په ۱۷ ویکټو لومړی او راشدخان په ۱۷ ویکټو دوهم مقام کي دی، دواړه لوبغاړي د جمعې پر ورځ بیګ باش کي په نیمه پایلوبه کي یو له بل سره مخ دي او وبه کتل سي چي ددې لیګ مخکښ ویکټ اخیستونکی کوم لوبغاړی راځي.
په توپ وهونکو کي بیا ډي ارسي شرټ په ۵۰۴ منډو لومړی، الیکس کیري په ۴۲۵ منډو دوهم او شین واټسن په ۳۳۱ منډو دریم نمبر کي دی.
د بیګ باش وروستۍ پایلوبه به د راتلونکي یکشنبې پر ورځ ترسره سي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

O? O�U?U�O�O�U?U�U� U�U?O?O?O�U�U? O? U�U?U�O?U�U? O?U?U? O?U?O�U�U?

O�U?U�U?O�U� O?O�U?U? O? O�U?U�O�O�U?U�U� U�U?O?O?O�U�U? O�U?U�U�U�U?US U�U?O?U? U�US U�U�U?O�O�O�U�O? O�U�O�O�U� O?U�US O�U?U� O�U? O?U�U?O�O?U�O� U?U�U?O?U�US. …