چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / لوبي / سباوون لوبډلې ګریډ ون لوبو ته په بریا قدم واخیست

سباوون لوبډلې ګریډ ون لوبو ته په بریا قدم واخیست

OLYMPUS DIGITAL CAMERA

راپور: خبلواک دریځ

هلمند کې د ۶ ځوانو لوبډلو ترمنځ دامها ۲۵ اوریزې لوبې پیل شوي، چې موخه یې دې ولایت کې راتلونکو یو ورځنیو لوبو ته د یادو لوبډلو چمتو کول دي، نن ددې لوبو په لړ کې سباوون لوبډلې ګریډ ون ته د رسېدو لومړۍ لوبه وکړه او همدرد لوبډلې ته یې لویه ماته ورکړه.
سباوون، همدرد، سعادت، نادعلی اتحاد، اراکوزیا او محمدنبي عیسی خېل دا هغه شپږ واړه لوبډلې دې، چې یو ورځنیو لوبو ته د چمتووالي په موخه پیل شوي، ټورنمنټ کې لوبیږي.
په دې لړ کې نن سباوون لوبډله له همدرد لوب‌ډلې سره مخ وه، د لوبې پچه همدرد لوبډلې وګټل او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۵ اورونو کې یوازې د ۷۸ منډو هدف وټاکه، چې محمد ورته ۲۲ منډې او سمیع الله ۱۲ منډې وکړې.

د سباوون توپ اچوونه کې خپلواک دریځ او نصیب الله دوې-دوې ویکټې ترلاسه کړې.

د ۷۸ منډو هدف پسې سباوون لوبډلې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړه خو د لوبې یوولسم اور کې یې د بریا منډه هم ترلاسه کړه، محمد یوسف فرمان ۱۵ ناسوځېدلي منډې او محمدصادق احمدي ۱۶ منډې جوړي کړې.

د همدرد لوبډلې لپاره اسحاق او محمد یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

سباوون لوبډله له دې وړاندې ب لوبډله وه او د هلمند په ب لوبډلو کې یې هم ډېرې لاسته راوړنې او بریاوي خپلې کړي خو اوس دغه لوبډله ګریډ ون ته رسېدلې او د افغانستان کریکټ بورډ سره د یوې رسمي لوبډلې په حیث ثبت ده.
سباوون لوبډله به دغه ټورنمنټ کې خپله دوهمه لوبه له نادعلي اتحاد لوبډلې سره ترسره کړي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سږنی فصل لغوه سو

د افغانستان فټبال غوره لیګ ترسراوي او فټبال فدراسیون مسوؤلین وايي چي د اقتصادي ستونزو …