جمعه , قوس ۲۳ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / په کوما حالت کي د مورنۍ ژبې له لاسه ورکول او د بلي ژبې زده کړه

په کوما حالت کي د مورنۍ ژبې له لاسه ورکول او د بلي ژبې زده کړه

د امریکا په جورجیا ایالت کی د یوه زده کوونکي، چي په فوټبال کي سخت ژوبل سوی و، مورنۍ ژبه هېره سوې او پر ځای یې هسپانیايي ژبه زده سوې ده.

۱۶ کلن (ریوبین نیمو) د بریک ووډ لېسې د لوبډلي ګولکیپري کوله چي د شوت د دفاع کولو پر مهال یې سر د مقابلي لوبډلي د لوبغاړي په پښه سخت ولګېد او بې سده سو.

ویل کېږي چي نوموړی ۳ ورځي په روغتون کي کوما و، څو ځلي د مرګ کومي ته نژدې سو ځکه چي سا یې څو ځلي بنده سوه خو ژوند یې په نصیب و؛ روغ پاتي سو.

کله چي نیمو له کوما راووت، په انګلیسي یې خبري نه سوای کولی، خو په روانه هسپانیايي ژبه ږغېدای سوای؛ حال دا چي تر ژوبلېدو وړاندي یې هسپانیايي نه وه زده.

شپاړس کلن نیمو په جورجیا کي رسنیو ته وویل، فکر کوي چي هسپانیايي به یې، چي له ملګرو او ورور څخه یې اورېدلي، په تحت الشعور کي پاتي سوې وه.

د وخت په تېرېدو انګلیسي ور په یادېږي خو هسپانیايي ژبه یې کمزورې کېږي.

نیمو وايي، غواړي چي بېرته فوټبال پیل کړي خو روزونکی یې وايي چي باید خوندي خولۍ پر سر کړي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

U?Ui??O?Ui??O?Oi?? O?Ui??US Ui??Ui?? U?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui??Ui?? U?O?U?UsO?Ui?? O? Oi??Ui??Oi??Oi??Ui?? Oi??Oi??O?Ui?? O? U?U?Ui??U? Oi??Oi??Oi??Oi??Oi??Ui?? U?Oi??U?O?U?Oi??Oi??US

O? Oi??U?O?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui?? U?Ui??O?Ui??O?Oi?? Ui??Oi??Ui??O? Oi??O?Oi??U? O?Ui??US U?Oi??U?Ui?? O?U? O?Ui??O?Ui?? U?Ui?? Ui??Ui??O?Ui??Oi??Oi?? Ui??U? U?U?U?Ui?? Ui??U? O? …