سه شنبه , میزان ۲۴ ۱۳۹۷
Home / لوبي / شهزاد محمدي په رسمي ډول بخښنه وغوښتل

شهزاد محمدي په رسمي ډول بخښنه وغوښتل

راپور: خپلواک دریځ

افغان بریدګر او بې رحمه توپ وهونکی محمدشهزاد چې د کریکټ نړیوالې شورا له لوري د ناقانونه درملو د کارونې په تور د یوکلن بندیز سره مخ دی، نن یې په یوه خبرې ناسته کې په رسمي ډول له خپل ملت او مینه والو له دې وجې بخښنه وغوښتل چې په تېرو لوبو کې د افغان لوبډلې برخه نه و او دوی ورته سترګې پر لار وه.

نوموړي وویل د بند پر مهال کور کې راباندې هره شېبه ډېره سخته او ګرانه تېرېده، په ځانګړې ډول هغه شېبې چې ملي لوبډلې به د خپل هیواد لپاره سیالۍ کول، شهزاد وایي په سختو ورځو کې هم خپل د کورنۍ غړو او ډېرو مینه وال ډاډګېرنه راکول چې بیا به کریکټ ته راشې او دادی د دوی د دعاوو په برکت یوځل بیا کریکټ ته راستنېږم.

څنګه شهزاد د نړیوالې شورا په لاس ورغلی شهزاد وایي:
د نوروز منګل وروستۍ سیالۍ کېده او نور یې له کریکټ سره مخه ښه کول، هغه تمرین ته تلی او ما ورته وویل درځه زه هم غواړم لږ څه تمرین ترسره کړم، دې وخت کې دولت ځدراڼ هم راسره ملګری شو، نور ټول لوبغاړي خپلو اطاقونو کې وه او موږ درې واړه پر هغو کسانو ور برابر شوو چې د نورو معاینات یې کول چې بدبختانه زما د ټیسټ وروسته یې زه بندیز سره مخ کړم.

زه بیا هم وایم چې ما داکار قصداً نه و کړی او نورو لوبغاړو باندې هم غږ کوم چې دوی د داسي حالت سره مخ نشي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سږنی فصل لغوه سو

د افغانستان فټبال غوره لیګ ترسراوي او فټبال فدراسیون مسوؤلین وايي چي د اقتصادي ستونزو …