چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / روغتيا / د شلغم روغتیایي ګټي؟

د شلغم روغتیایي ګټي؟

ډاکټر عبدالرازق بارک

شلغم چی Turnip or White Turnip په نومونو هم پیژندل کیږی صحی ګټی یی په لاندی ډول دی:

۰ کلسیم او پتاشیم لری او دوامدار خوراک یی د هډوکو او مفاصلو امراض کنترولوی.
۰ همدارنګه ویټامین K لری چی د زړه امراضو او د مختلفو خونریزی څخه مخنیوی کوی.
۰ شلغم او پاڼی یی ویټامین A لری او هغه کسان چی سګریټ څکوی د ویټامین A په کمښت اخته کیږی چی کیدلای سی د شلغمو په منظم خوراک دا تشه ډکه کړی.
۰ همدارنګه ویتامین C لری چی د زخمونو په رغولو او د ګزک( التهاب) څخه مخنیوی کوی. دقیقا د همدی مقصد لپاره په ذکام او سینی په ناروغی لکه سینه بغل کی باید د ښوروا په شکل جوړ او وچښل شی.
۰ کوچنیانو د ودی او نمو لپاره بهترین ارزانه خواړه دی.
۰ هغه کسان چی وجود یی بد بوی لری کولای سی شلغم نوش جان کړی.
۰ شلغم که جوش سی او جوش شوی شلغمو اوبو کی پښی او لاسونه خشته سی او خپله شلغم پر پښو ومښل سی کیدلای سی د پښو د چاودو/ترقیدګی څخه مخنیوی او علاج هم وسی.
۰ شلغم مس لری، نوموړی مس په شلغمو کی میلانین په نوم رنګه مواد جوړوی چی په خوراک سره یی د ویښتیانو د سپین کیدلو څخه مخنیوی کیږی…

د ښه صحت په هیله…

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د سرطان خبرداري ورکوونکې وسیله جوړه سوه

په وروستیو کلونو کي د سرطاني ناروغیو د درملني په برخه کي زیات پرمختګ سوی …