چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / نتنیاهو: د استانبول سرمشريزه د ټرمپ پر پرېکړه اغېز نه کوي

نتنیاهو: د استانبول سرمشريزه د ټرمپ پر پرېکړه اغېز نه کوي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د اسلامی هېوادونو د مشرانو هغو څرګندونو پرې اغېز نه دی کړی چي د اسراییلو د پلازمېني په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندني له کبله په امریکايي ولسمشر ډونلډ پکي سختي نیوکي وسوې.

د بیت المقدس په اړه د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) ځانګړي غونډي د فلسطین د پلاز مېني په توګه د بیت المقدس د پېژندلو ترڅنګ ټینګار وکړ چي د دوه هېوادونو فلسطین او اسرائیل په رامنځته کولو سره د دواړو لوریو ترمنځ پراخ بنسټه جوړ جاړی وسي.

د سرمشریزي په وروستۍ اعلامیه کي د ا مریکا دا پریکړه چي بیت المقدس د اسرائیل د پلازمیني په توګه پیژني لغوه او باطل اعلان کړه .

غونډي دا پریکړه د فلسطینیانو پر قانوني ، طبیعي او ملي حقونو تیری او د سولي لپاره د ټولو سویو هڅو مخنیوی وباله.

له غونډي وروسته د فلسطینۍ ادارې محمود عباس د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوان سره په ګډه خبري غونډه کي نه یواځي د بیت المقدس د ملاتړ غوښتنه وکړه بلکي ټینګار یې وکړ چي د بیت المقدس اوسیدونکو ته باید د مرستي لاس وغځول سي:

“دا سمه ده چي په نړیواله او د اسلامي هېوادونو په کچه د پریکړو له لاري د بیت المقدس ملاتړ کیږي ، خو د پام وړ پروژو په عملي کولو سره باید د بیت المقدس د اوسيدونکو ملاتړ وسي. داسي پروژې چي د هغوی موجودیت هلته تلپاتي کړي نه دا چي اسرائیل یې کوچېدو ته اړ کړي.”

د نوموړي په خبره، بیت المقدس یوازي ډبري نه دي ، تقدس یې پر خپل ځای خو که خلک په کي نه وي هیڅ معنی نه لري. همدا د ټول اسلامي امت او عیسایانو دنده ده.

ښاغلي عباس هوډ څرګند کړ چي د ملګرو ملتونو په سازمان کي به د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو لپاره ددغه سازمان امنیت شورا ته مراجعه وکړي او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې به د اسرائیل د بشپړ غړیتوب چي دده په وینا ناقانونه دی، شکایت وکړي.

فلسطین اوس د ملګرو ملتونو څارونکی غړی دی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د اسلامي هېوادونو د مشرانو د غونډي په اړه ویلي په دې غونډي د راټولو شویو مشرانو له وینا هیڅ نه دی متاثر سوی.

د عربي چارو څارونکی او ژورنالیست عبد الباري عطوان وايي، په استانبول کي د اسلامي هېوادونو د سرمشریزي له لوري امریکا ته ډیر واضح پيغام واستول سو او هغه دا چي امریکا باید له دې پریکړي لاس په سر سي.

دی وايي شونې ده چي پر امریکا د نړۍ فشارونه لا زیات سي او دا امکان هم سته چي پر امریکا بندیزونه ولګول سي.

له دې وړاندي د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په خپله غونډه کي له امریکا غوښتي وو چي د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي، خو عربي هېوادونو تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …