چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / اسلامي هیوادونه: ختیځ بیت المقدس دې د فلسطین پلازمېنه ومنل سي

اسلامي هیوادونه: ختیځ بیت المقدس دې د فلسطین پلازمېنه ومنل سي

په ترکیه کې  د اسلامي همکارۍ تنظیم د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چي ختیځ بیت المقدس د فلسطیني ادارې د پلازمېني په توګه په رسمیت وپېژني.

د ترکیې په استانبول کې د ۴ اسلامي هیوادونو مشرانو په خپله بیړنۍ غونډه کي د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ له لوري د اسراییل د پلازمېني په توګه د بیت المقدس د پلازمېني د منلو پرېکړه غیرقانوني وبلله.

دوی دغه راز وویل چي د امریکا دا پرېکړه د دې ښکارندويي کوي چي دا هیواد د خبرو له لاري د منځني ختیځ د مسلې د حل کولو اراده نه لري.

غونډي ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وویل، نور د امریکا منځګړتوب نه مني ځکه چي په زغرده د اسراییل ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسراییل یو تروریست هیواد وباله.

ده وویل چي د امریکا له لوري د بیت المقدس په رسمیت پېژندا هیڅ ارزښت نه لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستي ګډونوالو ته په خپله وینا کي وویل: مونږ په ځانګړي تاریخي شیبه کي سره راټول سوي یوو چي د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی. هغه زیاته کړه، قدس زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د دریم سپېڅلي جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زموږ  د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.

ده زیاته کړه: له پیوستون څخه په استفادې کولای سو د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستي لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات  او خورې ورې پروژې کافي نه دي.

ولسمشر غني په فلسطین او سیمه کي د عادلانه او پایداره سولي د تامین په خاطر د عرب نوښت جامع طرحي د ترتیب لپاره له بین المللي قوانینو څخه استفاده مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چي د مسلمانانو او عیسویانو، د خلکو او د امریکا په ګډون د امنیت شورا کلیدي غړو ترمنځ، تلپاتي سولي ته د رسېدو په خاطر سم درک ته اړتیا ده.

د امریکا ډېرو نژدې متحدانو لکه فرانسې او بریتانیا د بیت المقدس په اړه د ټرمپ برېکړه غندلې خو له دې سره سره ګومان نه کېږي چي اسلامي هیوادونه دې ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو د پلازمېني په توګه په رسمیت وپېژني.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …