جمعه , قوس ۲۳ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / ایران په ۲ میاشتو کي تر ۱۰۰۰ زیات افغان ماشومان له خپلي خاوري ایستلي

ایران په ۲ میاشتو کي تر ۱۰۰۰ زیات افغان ماشومان له خپلي خاوري ایستلي

ایران په تېرو دوو میاشتو کي تر۱۰۰۰ زیات افغان ماشومان له خپلي خاوري ایستلي دي.

دا ماشومان، چي د هغوی د کورنیو غړیو ته له خبر ورکولو پرته ایستل سوي، په دې موده کي د افغانستان په اسلام قلعه او نیمروز ولایت کي سرګردانه ګرځي.

په هرات کي د کار او ټولنیزو چارو وزارت ريیس عبدالقیوم افغان وايي چي دا ماشومان افغانستان ته د ستنېدو په لار کي د ګڼو نورو خطرونو ترڅنګ د انساني قاچاقبرو له خطر سره مخامخ سوي دي.

راپورونه وايي چي ایران د ورځي له ۳۰ تر ۵۰ افغان ماشومان له خپلي خاوري باسي.

عبدالقیوم افغان وايي چي د اکثرو راشړل سویو ماشومانو میندي او پلرونه په ایران کي پاتي دي.

«دوی د ایران له کوڅو او واټونو راټول سوي او بیا افغانستان ته راستول سوي دي.»

د هرات د کار او ټولنیزو چارو وزارت ريیس اټکل کوي چي په راتلونکو میاشتو کي به هم د ایران له لوري د ماشومانو د ایستلو لړۍ دوام وکړي.

ایران عموماً په ژمي کي د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر چټکوي.

د عبدالقیوم په وینا له ایران څخه اکثره ایستل سوي ماشومان د افغانستان د ختیځو او جنوبي ولایتونو په شان د لېري پرتو سیمو اوسېدونکي دي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

U?Ui??O?Ui??O?Oi?? O?Ui??US Ui??Ui?? U?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui??Ui?? U?O?U?UsO?Ui?? O? Oi??Ui??Oi??Oi??Ui?? Oi??Oi??O?Ui?? O? U?U?Ui??U? Oi??Oi??Oi??Oi??Oi??Ui?? U?Oi??U?O?U?Oi??Oi??US

O? Oi??U?O?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui?? U?Ui??O?Ui??O?Oi?? Ui??Oi??Ui??O? Oi??O?Oi??U? O?Ui??US U?Oi??U?Ui?? O?U? O?Ui??O?Ui?? U?Ui?? Ui??Ui??O?Ui??Oi??Oi?? Ui??U? U?U?U?Ui?? Ui??U? O? …