شنبه , قوس ۲۴ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / عبدالله او مایک پنس د کابل او واشنګټن ترمنځ پر دوامداره مشارکت ټینګار وکړ.

عبدالله او مایک پنس د کابل او واشنګټن ترمنځ پر دوامداره مشارکت ټینګار وکړ.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د امریکا مرستیال ولسمشر د افغانستان پر امنیتي وضعیت د واشنګټن د نوې ستراتیژۍ د مثبتو اغېزو په اړه خبري وکړې.

سپیني ماڼۍ په خپله اعلامیه کي ویلي عبد الله او پنس د افغانستان پر سیاسي وضعیت د خبرو سربېره د امریکا د نوي ستراتیژۍ او د افغانستان پر امنیت د هغي د مثبت اغېز په اړه هم بحث وکړ.

اعلامیه وايي، مرستیال ولسمشر مایک پنس د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانیو او د داعش او القاعده په شان نړیوالو تروریستي ډلو پر ضد د هغوۍ د مبارزې ستاینه وکړه.

د امریکا مرستیال ولسمشر دغه راز په افغانستان کي د اصلاحاتو د پروسې اړوند د پرمختګونو او هڅو پر دوام ټنیګار وکړ او راتلونکي انتخابات او سیاسي مشارکت يې د افغانستان لپاره مهم وبلل.

سپینه ماڼۍ وايي، عبدالله عبدالله او مایک پنس د کابل او واشنګټن ترمنځ پر دوامداره مشارکت هم ټینګار وکړ.

تر دې مخکي د افغان حکومت اجرائیه رئیس د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر جیمز مټېس د ملي امنیت له سلاکار مک مسټر او د کابل او اسلام اباد لپاره د امریکا له سرپرست استازي الیس ویلس سره هم د افغانستان د وضعیت او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن پر نوي ستراتیژۍ خبري وکړې.

تمه ده چي ښاغلی عبد الله نن په کاناډا کي د هلفیکس په نوم نړیوال امنیتي کانفرانس کي وینا وکړي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

U?Ui??O?Ui??O?Oi?? O?Ui??US Ui??Ui?? U?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui??Ui?? U?O?U?UsO?Ui?? O? Oi??Ui??Oi??Oi??Ui?? Oi??Oi??O?Ui?? O? U?U?Ui??U? Oi??Oi??Oi??Oi??Oi??Ui?? U?Oi??U?O?U?Oi??Oi??US

O? Oi??U?O?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui?? U?Ui??O?Ui??O?Oi?? Ui??Oi??Ui??O? Oi??O?Oi??U? O?Ui??US U?Oi??U?Ui?? O?U? O?Ui??O?Ui?? U?Ui?? Ui??Ui??O?Ui??Oi??Oi?? Ui??U? U?U?U?Ui?? Ui??U? O? …