جمعه , قوس ۲۳ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / طالبانو د پکتيا جان خېل ولسوالي بيا ونیوله.

طالبانو د پکتيا جان خېل ولسوالي بيا ونیوله.

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې د وسلوالو طالبانو د توپونو او درنو وسلو له سختو ډزو وروسته یې د جاني خېل ولسوالۍ له مرکز او ښارګوټي یو کیلومتر تکتیکي شاه تګ کړی دی.

د پکتیا امنیه قومندان توریالي عبدیاني نن سهار بي بي سي ته وویل:

“تېر ماښام اوه بجې مو له ښارګوټي او د ولسوالۍ له مقر یو کیلو متر په شاه تګ وکړ،د ولسوالۍ بازار کې ګڼه ګوڼه ده وسلوالو مخالفینو د درنو وسلو ډزې کولې، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مو دا تکتیک وکړ”.

ده وویل، د تېرې ورځې په جکړه کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي او پنځلس وسلوال طالبان یې هم وژلي دي.

ښاغلی عبدیانی زیاتوي، چې د وسلوالو مخالفینو یو شمېر درنې وسلې یې له منځه وړې او د جاني خیل ولسوالۍ ودانۍ د بیا نیولو لپاره به نن ورځ یو ځل بیا پوځي عمالیات پيل کړي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل تېره شپه تایید کړه، چې د دې ولسوالۍ وداني یو ځل بیا د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

ښاغلي منګل وویل: “تراوسه لس امنیتي سرتیري او تر ۲۰ پورې طالبان مرګ ژوبله لري”.

چارواکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په راونه جکړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د تازه جکړې په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

نږدې شل ورځې مخکې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ مرکز ونیو، خو افغان ځواکونو تېره جمعه بیا پر دغه ولسوالۍ ولکه وکړه.

جاني خیل د مرکز ګردیز په ختیځ کې غرنۍ ولسوالي ده.

دغه ولسوالي تېر کال هم طالبانو نیولې وه، خو وروسته بیا د افغان ځواکونو لاس ته ولوېده

 

راپور له بي بي سي کاپي سوی.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

U?Ui??O?Ui??O?Oi?? O?Ui??US Ui??Ui?? U?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui??Ui?? U?O?U?UsO?Ui?? O? Oi??Ui??Oi??Oi??Ui?? Oi??Oi??O?Ui?? O? U?U?Ui??U? Oi??Oi??Oi??Oi??Oi??Ui?? U?Oi??U?O?U?Oi??Oi??US

O? Oi??U?O?Oi??Ui??O?O?Oi??Ui?? U?Ui??O?Ui??O?Oi?? Ui??Oi??Ui??O? Oi??O?Oi??U? O?Ui??US U?Oi??U?Ui?? O?U? O?Ui??O?Ui?? U?Ui?? Ui??Ui??O?Ui??Oi??Oi?? Ui??U? U?U?U?Ui?? Ui??U? O? …